طالبان عدالت، صلح و امنیت در افغانستان

زنده باد صلحزنده باد افغانستاننابود باد جنگ و خشونت

مردم افغانستان صلح می خواهند نه جنگ 

طالبان عدالت، صلح و امنیت در افغانستان

طالبان وایی په افغانستان کې جهاد فرض دی، - صلح طلبان افغانستان
سفارش تبلیغ
صبا ویژن
بر دلت جامه پرهیزگاری بپوشان تا به دانش برسی . [از سفارشهای خضر به موسی علیه السلام]
صلح طلبان افغانستان

طالب هم افغان وژنی، بهرنیان هم افغان وژنی آخېر تر څو؟

زمونږ د ګران هېواد افغانستان اوسنیو ګډو وډو حالاتو، جګړو، ناامنیو، وژنو، تښتونو، پټاوونو،ځانمرګیو او نورو ناخوالو هر افغان په ډېرو عجیبو او غریبو فکرونو کې اچولى دى هېڅ نه پوهېږی چې آخېر ولې او تر څو به زموږ په برخلیک لوبې کېږی، تر څو پورې به د طالب، القاعده، ټوپکی، خلقی، پرچمی، اخوانی، بنسټ پال، جاسوس او حتى انجینر، ژورنالست، ډاکتر او نورو په نومونه وژل کېږو، آیا زمونږ دغه بې پایه ناورین چې زمونږ ټول ځوان نسل په همدې ناخوالو او ناورین کې رالوى شوڅه وخت پاى مومی، آیا داسې یوه ورځ به هم راشی چې مونږ په خپل هېواد کې پرته له کومې وېرې یوه او بله خوا وګرځو. د خپل هېواد هرې سیمې ته لاړ شو، د هر ټبر او هرې سیمې ستونزې، دودونه او کړنې ووینو،د هری سیمې له ښکلې هوا او خوندور چاپېریال څخه خوند واخلو. خو په اوسنی وخت کې هېڅ امکان نشته چې په خپل هېواد کې ارام وګرځو، زمونږ دا لږه شمېره زدکړی کسان د مړینې له وېرې خپله زدکړه پټوی د خپل ځان د ساتلو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د خپل ملک وګړو ته وایی: زه خټګریم،ترکاڼ یم، هټىوان یم... والله که مې هېڅ هم زده وی. آیا تر کومه پورې به دغه ناورین روان وی، آخېر افغانانو څه ګناه کړې ده. آیا دا یې ګناه ده چې غلامی نشی منلاى، پرته له دې خو افغانان بله ګناه نلری. کوم اسلام د انجینر، ډاکټر او نورو پوهانو مړینه روا بللې، خو پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه طالبان او ملاصاحبان څوک دی او دوى ته دا نظریات څوک ورکوی چې خپل مسجد، ښوونځى، مدرسه او روغتون ړنګ کړه. پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه کسان دکوم ملک محصول دى؟ امریکا، انګرېز، پاکستان ،اېران ، هند، روسیه او که څوک!

طالبان وایی په افغانستان کې جهاد فرض دی، طالبان نه بلکې پاکستان وایی، مولانا صاحب فضل رحمن وایی دغه ښاغلى په لویو غونډو کې وایی په افغانستان کې جهاد فرض دى ځکه چې هلته امریکایان دی اسلام تر پښو لاندې کېږی، اوپه پاکستان کې جهاد نشته ځکه چې دلته امن دى، خو د مولانا فضل رحمن په نظر د افغانستان ښوونځى، روغتون،مسجد او هره دولتی ودانۍ ړنګول جهاد دى خو (!) په پاکستان کې د مولانا صاحب په نظر: فاحشه خانه سینما، او نورې هرې نارواوې جواز لری هلته بیا جهاد نه دى روا. مولانا صاحب ته د کوم اسلام له مخې زما مسجد ړنګوې، ښوونځى او روغتون مې سوزې؟، پل او سړک مې د جهاد په نامه الوزوی، اما په لاهور کې د سړک په غاړه فاحشه خانې دې پرانیستې پرې اېښې، ستا د کوم اسلام له مخې زماد ښوونځى او روغتون ړنګول روا او ستا د سینما او فاحشه خانو ړنګول ناروا دی؟
آیا اسلام یو اسلام دى او که تا د پاکستان د ګټو لپاره کوم بل اسلام پیداکړى دى. ستا د مولاناد نوم په اړه هم زه پوښتنه لرم، چې دادې له کومه کړى، انګرېزانو درکړى او که امریکایانو؟ له همدې نامه څخه ناوړه ګټه اخلې.

تا خو د پاکستان له ګټو ټول اسلام ځار کړ. آیا طالبانو دومره ځواک له کومه کړ دوى خو په غرو کې هېڅ هم نلری. دوى څوک اکمالوی، دانظریه څوک ورکوی چې اجمل نقشبندی ووژنه خو فرانسوى خوشې کړه، افغان بې وسه ډرېور ووژنه او ایټالوى خوشې کړه؟

زما په فکر به هېڅ افغان او هیڅ مسلمان په دې نه وی خوښ چې زمونږ په پاکه خاوره کې بهرنی سرتېری وګرځی، خلک دې ووژنی، کورونه دې تالاشی کړی، او زمونږ افغانی غیرت دې تر پښو لاندې کړی! په دې نن هر افغان پوهېږی که هغه زدکړه کړې وی که نه، چې بهرنیان ددې ملک د جوړولو لپاره نه دی راغلی خو دا چې ټول پردې پوهېږی نو د حل لاره باید ولټول شی . کومه لاره چې طالب نیولې زه فکر نه کوم دا یې د حل لاره وی.

طالب خو چې د چا پر جېب کې کاغذ او قلم هم پیداکړی پرې وژنی یې!
زما ګرانه طالبه،زما افغانه، زما د کور غړى یې که ته د اسلام د ساتلو په خاطر انجینر، ډاکټر او ژورنالست وژنې! آیا که ته بهرنیان وباسې! او د حکومت چارې په خپل لاس کې واخلې هغه وخت به ستا حکومت انجینر، ډاکټر او ژورنالست ته اړتیا لرې او که نه؟ ته باید پوه شې چې دا نظریه چا درکړې؟ په دې باید فکر وکړې چې آیا دغه نظریه د اسلام او ستا د ملک په ګټه ده که نه؟

ته چې نن ورځ پوهنتون، ښوونځی، او ساینسی زدکړوته په بده سترګه ګورې آیاته چې جهاد کوې وسلې ته اړتیا لرې که نه؟ آیا جهاد پرته له وسلې څخه امکان لری؟ څو پورې به د روسانو او نورو بهرنیانو په پاتې شونو وسلو مخته روان وې ته چې حکومت خپله جوړوې،ددې وطن د ساتنې لپاره وسلې ته اړتیا لرې، ته باید په دې پوه شې چې ته نشې کولاى چې پرته له وسلې وطن او مسلمانان وساتې. ستاملک فوځ او پولیسو ته اړتیا لری، ستا ملک ټانګ او سټېنګر ته اړتیا لری،ستا ملک ساتلو ته اړتیا لری.

ته نن قلم ته په بده سترګه ګورې خو لوى څښتن په مبارک کتاب قرآن عظیم الشان کې (والقلم وما یسطرون) ویلى، او د قلم ستاینه یې کړې ده. ته نن ورځ ساینسی علومو ته په بده سترګه ګورې خو خداى(ج) په قرآن عظیم الشان کې وایی چې: (ما اوسپنه پیداکړې ستاسې د ګټې لپاره) څو ته د دښمن لپاره وسله ورنه جوړه کړې څو ته د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره د ژوند نور توکی ورنه جوړ کړې. دا چې ته پوهنتون او ښوونځى په تیږو ولې ته به څه ډول له اوسپنې ګټه واخلې. ته خو حکومت ددې لپاره نیسې چې دمسلمانانو خدمت وکړې، د مسلمانانو ژوند آرام کړې دا چې ته انجینر وژنې معدنیات څه ډول راوباسې له غاز او تېلو څه ډول ګټه اخلې؟

خپله فکر وکړه چې پرته له زدکړې کولاى شې خپلې ورځنۍ ستونزې اوارې کړې؟ پرته له زدکړې نشی کېداى چې د خلکو ستونزې اوارې شی یو عادی بلنلیک به نشې لوستى په بل چا پسې به منډې وهې چې دغه پاڼه راته ولوله دا یې هغه ډېره کوچنۍ ستونزه ده.

آیا یوه ټولنه کولاى شی چې پرته له ډاکټر څخه ژوند وکړی؟ هېڅ امکان نلری ته نارینه ډاکټران وژنې، ښځې خو پر ځاى پرېږده هغوى ته خو هېڅ اجازه نه ورکوې، البته دا اجازه ته نه ورکوې اما اسلام اجازه ورکړې، زمونږ ګران پیغمبر اجازه ورکړې خپله بې بې عایشې (رض) له ګران پیغمبر نه احادیث روایت کړی، اسلام د ښځې لپاره پرده(حجاب) فرمایلى، خو ته اړ یې د تداوۍ لپاره یې نارینه ډاکټر ته بوځې چې هلته خو مخ او لاسونه پرېږده چې هېڅ ډول ستر هم نشی کېداى. اوس خپله پرېکړه وکړه دا د اسلام لپاره ګټه شوه که تاوان؟

زما د سترګو توره! لږ نورې نړۍ ته هم سترګې ور واړوه ستا ګاونډیانو ستا پر غوښو اتوم جوړ کړى خو ته خپل مټ وژنې ته خپله علمی پانګه له لاسه ورکوې ته خپله علمی پانګه د پردیو د خوښۍ لپاره وژنې تباه کوې یې، خپل کور ړنګوې، خپل اولس ته اور ورکوې، هېڅ افغان غلامی نه خوښوی او نه هم منی چې هره ورځ دې بهرنیان ملکی خلک ووژنی خو باید د حل لاره پیداشی نه دا چې طالب هم افغان وژنی، بهرنیان هم افغان وژنی، پاکستان هم افغان وژنی د نننۍ ستونزې د اواری لار دا نه ده، چې له هرې خوا دې افغانان ووژل شی، که دولت دى او که طالب باید ددې ستونزې لپاره د اواری لاره ولټوی.

* حبیب وقار *

منبع: http://www.sanger.blogfa.com/



  • کلمات کلیدی : افغانستان و توسعه
  • انجمن صلح طلبان افغانستان ::: شنبه 86/4/2::: ساعت 8:37 صبح


    لیست کل یادداشت های این وبلاگ

    >> بازدیدهای وبلاگ <<
    بازدید امروز: 35
    بازدید دیروز: 20
    کل بازدید :638969
    >> درباره وبلاگ <<
    صلح طلبان افغانستان
    انجمن صلح طلبان افغانستان
    پیش به سوی عدالت، صلح و امنیت در افغانستان

    >> پیوندهای روزانه <<

    >>دسته بندی یادداشت ها<<
    افغانستان[23] . افغانستان و توسعه[19] . پارلمان[9] . غزنی[8] . طالبان[7] . مناسبت‏ها[6] . یادداشت‏های متفرقه[6] . وهابیت[5] . هزاره[5] . پاکستان[5] . امام علی[5] . جنگ[5] . اسلام[4] . انتخابات[4] . هزاره ها[4] . صلح[4] . قرآن[4] . دین[3] . امنیت[3] . تبعیض قومی[3] . تصاویر[2] . بهسود[2] . بیکاری[2] . خشونت[2] . آمریکا[2] . عربستان[2] . دانلود[2] . علی[2] . عید[2] . کابل[2] . کوچی[2] . کوچی‏ها . مجلس . محقق کابلی . معرفی کتاب . کتاب . کدجاوا . کراچی . کشتار شیعیان . والی . وبلاگ . وحدت . مهاجرین افغان . مهدی . میلاد پیامبر . ناامنی . نرم افزار . نقد کتاب . دانلود = کتاب . دعا . غزنی، تاریخچه . فقر و بیکاری . قالب . قالب رایگان . قالب وبلاگ . عکس . عکس از غزنی . عکس و تصویر . علم . رمضان . سایت . سرعت انترنت . سیاست دوگانه . شمشیر . شهید مزاری . اخلاق . ازبک ها . امریکا . افغانها . امام حسن مجتبی . امام حسین ع . امام رضا ع . امام صادق ع . انیمیشن . بازار غزنی . پشتون . پشتونها . پیام . تاجیک . داتلود . دانش . جنگ داخلی . حقوق بشر در افغانستان . حکمتیار . تظاهرات . تفرقه گرایی . تفرقه و نفاق! . جنایات . جنایات وهابیت . تجاوز . تربیت . ترور . قندهار . قوم گرایی . کوچی .

    >>آرشیو شده ها<<

    >>لوگوی وبلاگ من<<
    صلح طلبان افغانستان

    >> سایت های افغانستان<<
    قرآن کریم دانلود قرآن
    نوشته های پیشین وبلاگ
    بدنبال آرامش
    مجله مینه - پشتو
    شورای جهانی هزاره
    پایگاه‏های اطلاع رسانی مراجع تقلید
    آیت الله محقق کابلی
    زبان انگلیسی یاد بگیریم
    علیجان زاهدی غزنوی
    کودکان افغان عکس و تصویر
    سلامت روان فرزندان
    نسیم رهایی / ککرک غزنی / محمدی
    آیت الله محقق کابلی
    حزب وحدت
    سایت شهید مزاری
    سایت دانشگاه کاتب هزاره
    سایت آیت الله محسنی
    سایت ریاست جمهوری افغانستان

    تاجیک مدیا
    متن کامل قرآن کریم - دانلود
    موسیقی افغانی برای وبلاگ
    کشتار شیعیان در کراچی یا در هر کجای دیگر تاکی و تا چند!؟
    مجمع علمی فرهنگی نور
    سایت امام هادی- آیت اله محقق غزنوی
    وبلاگ پشتو -جامعه روحانیت پشتون‏های شیعه
    سایت موسوی لاری - دانلوود کتاب
    جمهوری سکوت
    معلم عزیز رویش - مدیر لیسه معرفت غرب کابل
    پیوندهای فرهنگی مذهبی
    شریف حبیبی
    از غزنی / واسع هیله من
    آلبوم عکس و تصویر این وبلاگ
    سایت جنبش ملی افغانستان
    اندیشه مثبت
    افغانستان پس از جنگ
    تاجیک مدیا
    سادات افغانستان
    وبلاگ حقوقی صارم
    لینکستان وبلاگهای افغانستانی
    سایت گشایش
    سایت غرجستان
    سایت طلوع فجر
    آموزش زبان انگلیسی
    هفته نامه نىای غؤنه
    غرجستان
    تاجیک مدیا
    قلم بیقرار
    خبرنامه علودانی
    هزاره پیوند
    خبرهای تازه از علودانی
    وطندار
    کودکان وطن
    خوات معاصر
    خوات آنلاین
    روزنه امید
    برگ سبز - محمد رحمتی
    ناهور - خوات
    رو به فردا
    درد دلهای یک باچه مهاجر
    محمد شفق خواتی
    استاد علیزاده مالستانی
    مدرسه محمدیه غزنی
    مردم مالستان
    وحدت نیوز
    نگاه فردا
    سروش صبا
    هم صنفی
    در رثای بابه مزاری
    مجله اخوت
    هزاره پیوند
    حزب وحدت
    صادقی نیلی
    هیله من غزنوی
    علودانی
    مشفق
    بشیر احمدی
    خوات آنلاین
    قلم بیقرار
    کودکان افغانستان
    جامعه اسلامی علودانی
    محمد صابری شملتو
    جامعه نو شوکت علی محمدی
    جمهوری سکوت
    ابرار
    دورتر از چشم اقیانوس
    شریف سعیدی
    نقش والدین در سلامن روان فرزندان
    وحدت نیوز
    مدرسه علمیه محمدیه
    خوات معاصر
    خوات آنلاین
    حوات زیبا
    خوات دانلود
    رو به فردا

    >>طراح قالب<<
    طالبان وایی په افغانستان کې جهاد فرض دی، - صلح طلبان افغانستان
    سفارش تبلیغ
    صبا ویژن

     

    انجمن طالبان صلح و امنیت در افغانستان

    تصویر ثابت

    <bgsound src="http://kabul3.persiangig.com/audio/12%20watan_eshq_tu.mp3" loop="infinite">